Hebrews 7:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِک‌صِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له یوې خوا هغه کاهنان چې لسمه برخه راټولوي، فاني انسانان دي او له بلې خوا ملک صدق چې لسمه برخه یې واخیستله، ژوندی دی لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دلته خو کاهن چه مړ کيدُونکے دے عُشر آخلى، خو هلته ئے ملکِ صِدق آخلى دَ چا په حق کښے چه ګواهى ورکولے کيږى چه ژوندے دے.