Hebrews 8:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او همدارنګه څښتن وایي: «دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکې کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم. زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا مالِک فرمائى چه کُومه وعده چه به دَ اِسرائيل دَ کورنئ سره دَ هغه ورځو نه پس کوم، هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ په ذهن کښے واچوم اَؤ دَ هغوئ په زړُونو به ئے وليکم، اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما اُمت وى.