Hebrews 8:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ‹څښتن وپېژنه،› ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هيڅوک به خپل وطنى اَؤ خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چه تۀ مالِک وپيژنه، ځکه چه ورکوټے اَؤ لوئے به ټول ما وپيژنى.