Hebrews 8:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړې چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا هم هغه خدمت چه هغوئ په مزکه کوى، هغه دَ هغۀ دَ آسمانى خدمت نقل اَؤ عکس دے. هر کله چه مُوسىٰ خيمه جوړوله نو هغۀ ته دا هدايت وشو چه : ”ګوره! کُومه نمُونه چه تا ته په غرۀ ښوولے شوى وه دَ هغے په شان ټول څيزُونه جوړوه.“