Hebrews 9:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو څومره به د مسیح په وینه چې خپل ځان یې د کاملې او بې عیبه قربانۍ په توګه د ابدي روح په مرسته خدای ته وړاندې کړ، وکولای شي زمونږ وجدان د بې ګټې عملونو نه چې د مرګ سبب ګرځي پاک کړي، ترڅو وکولای شو چې د ژوندي خدای خدمت وکړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا ولے دَ مسيح وينه له دے نه زيات څۀ ونۀ کړى! هغۀ دَ هغه رُوح په وسيله چه له ازل نه دے دَ خپل ځان دَ يو بے عيبه قُربانئ په طور دَ خُدائے په مخکښے پيش کړو اَؤ دَ هغۀ وينه به زمُونږ زړُونه دَ داسے کارُونو نه پاک کړى چه دَ هغوئ اَنجام مرګ دے، چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے عبادت وکړُو.