Hebrews 9:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له همدې امله مسیح د خدای او خلکو ترمنځ د نوي لوظ منځګړتوب کوي، ترڅو هغه خلک چې خدای رابللي دي، هغه تلپاتې میراث تر لاسه کړي چې خدای ورسره وعده کړې ده. ځکه چې هغه د دې دپاره مړ شو، ترڅو هغوی د هغو ګناهونو نه خلاص کړي چې د لومړني لوظ په وخت کې یې کړي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے وجه مسيح دَ نوى وعدے مينځګړے دے. کُومو خلقو چه دَ وړُومبئ وعدے په وخت قصُور وکړو هغۀ هغوئ له دَ خپل مرګ په وسيله خلاصُون ورکړو. دَ هغۀ اِراده وه چه په هغه نوے وعده کښے شاميليدُونکى، يعنے دَ خُدائے رابللى شوى خلق، دَ خُدائے دَ لوظ په مُطابق دَ تل ميراث حاصل کړى.