Hebrews 9:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغه خېمه جوړه شوه او په هغې کې دوه کوټې وې. په لومړنۍ کوټه کې څراغدان او یو مېز ؤ چې په هغه باندې به خدای ته سپېڅلې ډوډۍ وړاندې کېدله. دا کوټه د سپېڅلي ځای په نوم یادېدله.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يعنے يوه خيمه جوړه کړے شوے وه چه په وړومبئ کښے ډيوټ اَؤ ميز اَؤ دَ نذر ډوډئ وے، اَؤ هغۀ ته پاک مُقام وائى.