Hebrews 9:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه سپېڅلي ځای ته د دې دپاره وردننه نه شو چې خپل ځان بیا بیا د قربانۍ په توګه وړاندې کړي لکه څنګه چې لوی کاهن هر کال د حیوان د وینې سره سپېڅلي ځای ته ورننوځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لکه څنګه چه مشر کاهن پاک ترين مقام ته هر کال دَ بل چا وينه وړى، هغه شان مسيح خپل ځان بيا بيا نۀ قُربانوى.