Hebrews 9:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه که چېرې دا ضروري وای نو مسیح به د دنیا د پیدایښت نه تر اوسه پورې څو څو ځلې مړ شوی وای، خو داسې نه ده، بلکې هغه یوازې یوځل او د تل دپاره په اخره زمانه کې راښکاره شو، ترڅو د خپلې قربانۍ په وسیله ګناه له منځه یوسي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا دَ دُنيا له پيدايښت نه به هغۀ ته بيا بيا خامخا مُصيبت زغمل په کار وُو، خو اوس دَ زمانو په آخر کښے يو ځل ظاهر شو چه دَ خپل ځان په قُربان کولو ګُناه لرے کړى.