Hebrews 9:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو په همدې ډول مسیح هم یوځل د ډېرو خلکو د ګناهونو دپاره قرباني شو، خو کله چې د دوهم ځل دپاره راښکاره شي، نو د قربانۍ دپاره نه بلکې د هغو خلکو د خلاصون دپاره به راشي چې د هغه دپاره سترګې په لاره دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هم هغه شان مسيح يو ځل دَ ډيرو خلقو دَ ګُناه وړلو دَ پاره قُربان شوے دے. نو دويم ځل چه به هغه ښکاره شى نو دَ ګُناه دَ قُربانئ دَ پاره نه، بلکه دَ هغوئ دَ خلاصُون دَ پاره چه دَ هغۀ اِنتظار کوى.