Hebrews 9:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربانګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دې کوټه کې د سرو زرو د خوشبویۍ د سوځولو د قربانۍ ځای او د لوظ صندوق ؤ چې په سرو زرو پوښل شوی ؤ. په دې صندوق کې د سرو زرو یو لوښی ؤ چې د من ډوډۍ په کې وه، د هارون امسا چې غوټۍ یې نیولې وې او د تیږو دوه لوحې وې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په هغے کښے دَ سرو زرو عُود مذبح اَؤ څلور طرف ته سرۀ زر پرے راڅرخيدلى دَ وعدے صندُوق وو. په دے کښے دَ من نه ډک يو دَ سرو زرو مرتبان، اَؤ دَ هارُون زرغونه شوے امسا، اَؤ دَ کاڼو تختئ چه پرے حُکمُونه ليکلى شوى وُو.