Hebrews 9:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د صندوق دپاسه د جلال نه ډک جوړ شوي اسماني مخلوقات وو چې د کفارې ادا کولو په ځای باندې یې وزرونه خواره کړي وو. خو اوس مونږ نه شو کولای د دې شیانو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ وعدے دَ صندُوق دَ پاسه فرښتے جوړے شوے وے چه دَ خُدائے دَ جلال نخښے وے، کُومو چه دَ فضل په تخت سورے کړے وو چرته چه دَ ګُناهُونو کِفاره ورکړے شوه. خو دا وخت دَ دے خبرو په تفصيل سره دَ بيانولو موقعه نۀ ده.