Isaiah 44:13 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُت‌خانه کښې يې ولګوى.