Isaiah 65:8 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.