James 1:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ټول ښه او کامل نعمتونه مونږ ته د خدای له خوا چې د لمر، سپوږمۍ او ستورو پیدا کوونکی دی، راځي. هغه نه بدلېدونکی دی او نه د سیوري په شان ګرځي او راګرځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى.