James 1:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له دې امله تاسو د ټولو غیر اخلاقي کارونو او ټولو بدیو څخه لاس واخلئ او په عاجزۍ سره هغه کلام قبول کړئ چې ستاسو په زړونو کې کرل شوی او کولای شي تاسو ته خلاصون درکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو ځکه ټول پليتوالے اَؤ دَ بدئ ګند لرے کړئ، اَؤ هغه کلام ډير په عاجزئ سره قبُول کړئ چه په زړۀ کښے کرلے شوے اَؤ تاسو له خلاصُون درکولے شى.