James 2:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چا چې دا فرمائيلى دى چې، ”زنا مۀ کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چې، ”قتل مۀ کوئ،“ نو کۀ تاسو زنا ونۀ کړئ او قتل وکړئ نو بيا هم تاسو شريعت مات کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چا چې ویلي دي: «زنا مه کوه.» نو دا یې هم ویلي دي: «قتل مه کوه.» که ته زنا نه کوې خو قتل وکړې، نو بیاهم ته د شریعت ماتوونکی شوې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه چا چه دا وفرمائيل چه ”زِنا مه کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چه ”خُون مه کوئ“، نو که تاسو زِنا ونۀ کړه ولے خُون مو وکړو، نو شريعت ماتوئ.