James 2:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو راحب کنجره هم د دې يو بل مثال دے چې هغې په خپل نېک کار سره د خُدائ پاک صداقت حاصل کړو کله چې هغې هغه جاسوسانو له پناه ورکړه او په بله لار يې رُخصت کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو په همدې ډول بدلمنه راحاب د خپلو نېکو عملونو په وسیله چې اسراییلي استازو ته یې پناه ورکړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په بله لاره وتښتي، نېکه وګڼل شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هم دغه شان راحبے کنجرئ هم چه هر کله هغه جاسُوسان په خپل کور کښے ايسار کړل اَؤ په بله لار ئے رُخصت کړل، نو آيا په عمل صادِقه نۀ شوه؟