James 2:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او تاسو د هغه سړي درناوی وکړئ چې ښکلي کالي یې اغوستي دي او ورته ووایئ: «مهرباني وکړئ دلته په دې ښه ځای کې کښېنئ» او هغه غریب سړي ته ووایئ: «هلته ودرېږه یا دلته په ځمکه باندې کښېنه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو تاسو دَ هغه ښائسته جامو دَ خاوند لحاظ کوئ اَؤ هغه ته ووايئ چه ”راځئ تاسو په دے سم ځائے کښے کښينئ،“ اَؤ غريب سړى ته ووايئ چه ”ته هلته ودريږه، يا زما دَ پښو دَ څوکئ سره کښينه“