James 2:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای زما ګرانو خویندو او ورونو! واورئ، ایا خدای د دې نړۍ غریبان نه دي غوره کړي چې په ایمان کې شتمن وي او د هغې پاچاهۍ وارثان وي چې خدای د هغو خلکو سره وعده کړې ده چې ورسره مینه کوي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے زما خوږو ورُوڼو! زما واؤرئ، ولے خُدائے دَ دے دُنيا خواران غوره کړى نۀ دى څۀ، يعنے هغه خواران چه دَ ايمان سره دولتمند دى، چه هغوئ دَ هغۀ سره په بادشاهئ کښے شريک شى، چه خُدائے دَ هغوئ سره لوظ کړے دے چه ورسره مينه کوى؟