James 4:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د دې په ځائ تاسو له دا وئيل په کار دى چې، ”کۀ د مالِک خُدائ رضا وى نو مونږ به ژوندى پاتې شُو او دا يا هغه کار به وکړُو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د دې په ځای باید ووایئ: «که د څښتن رضا وي نو مونږ به ژوندي پاتې شو او دا یا هغه کار به وکړو.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ داسے وينا په ځائے تاسو ته دا وئيل په کار دى چه ”که مالِک غواړى نو مُونږ به ژوندى پاتے شُو اَؤ دا يا هغه کار به هم وکړُو.“