James 4:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو چې څۀ غواړئ او حاصلولے يې نۀ نو بيا تاسو قتل کوئ. تاسو د نورو خلقو د څيزونو نه سوزئ، خو تاسو هغه نۀ شئ حاصلولے، نو بيا تاسو د جنګ جګړو نه کار اخلئ. خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو چې کوم شی غواړئ او هغه په لاس نه درځي، نو دې ته تیار یئ چې قتل وکړئ. تاسو د نورو سره بخیلي کوئ، خو څه چې غواړئ هغه لاسته نه شئ راوړلی، نو جنګ او شخړه کوئ. خو بیاهم کوم شی په لاس نه درځي، ځکه چې د خدای څخه یې نه غواړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو چه دَ کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى، ځکه خُون کوئ اَؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولے نۀ شئ. تاسو نښلئ، جنګيږئ، خو تاسو ته ځکه نۀ ملاويږى چه له خُدائے نه ئے نۀ غواړئ.