James 5:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای زما خویندو او ورونو! په پای کې دا مهمه ده چې قسم ونه خورئ، نه په اسمان، نه په ځمکه او نه په کوم بل شي، بلکې ستاسو «هو» باید «هو» وي او «نه» مو «نه» وي، هسې نه چې د خدای د قضاوت لاندې راشئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو اَئے زما ورُوڼو! دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه قسم ونۀ خورئ، نۀ دَ آسمان اَؤ نۀ دَ مزکے اَؤ نۀ دَ څۀ بل څيز، بلکه دَ هو په ځائے هو وايئ اَؤ دَ نه په ځائے نه، دَ پاره دَ دے چه دَ سزا لائق ونۀ ګرزئ.