James 5:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
الیاس نبي زمونږ په شان یو انسان ؤ، خو کله یې چې د زړه له کومي دعا وکړه چې باران دې ونه وریږي، نو تر درې نیمو کلونو پورې په ځمکه باندې باران ونه شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اِلياس زمُونږ په شان اِنسان وو، هغۀ ډير په جوش سره دُعا وغوښته چه باران دِ ونۀ وريږى، ځکه خو درے نيمو کالو پورے په مزکه باران ونۀ وريدلو.