James 5:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ګورئ، کومو خلکو چې ستاسو په پټیو کې لو کړی دی او تاسو د هغوی مزدوري نه ده ورکړې، چیغې وهي او د لوګرو فریادونه د مطلق قادر څښتن غوږونو ته رسېدلي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ګورئ! کُومو مزدُورانو چه ستاسو په پټو کښے لؤ کړے دے، دَ هغوئ هغه مزدُورى چه تاسو ايساره کړے ده، چغے وهئ اَؤ دَ لوګرو فرياد دَ قادر مُطلق خُدائے غوږُونو ته رسيدلے دے.