John 1:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی ترې پوښتنه وکړه: «نو بیا ته څوک یې؟ ته الیاس نبي یې؟» هغه ځواب ورکړ: «نه، زه هغه نه یم.» هغوی پوښتنه وکړه: «ته هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو؟» هغه ځواب ورکړ: «نه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بیا نو تهٔ څه یۓ؟ تهٔ الیاس یۓ څهٔ؟“ هغه جواب ورکړو چه ”نه، زهٔ هغهٔ هُم نه یم.“ ”تۀ هغه نبى يئے څۀ چه مُونږ ئے په اِنتظار کښے يُو؟“ هغۀ ځواب ورکړو چه ”نه.“