John 1:33 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما هغه نه پېژانده خو هغه چا چې زه یې راولېږلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم ماته ویلي وو: ‹هرکله چې ته ووینې چې په کوم چا باندې روح القدس نازل شي او په هغه باندې کښېني، نو پوه شه چې دا هماغه سړی دی چې د روح القدس په وسیله به د تعمید غسل ورکوي.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ما دے نۀ پيژندو، خو هغه چا چه زَۀ ئے په اوبو دَ بپتسمے ورکولو دَ پاره راليږلے يم هغۀ ما ته ووئيل، هر کله چه تۀ رُوحُ القُدس په چا په راکُوزيدو ووينے اَؤ په چا رانازل شى نو تۀ به پوهه شے چه هم دا هغه سړے دے چه په رُوحُ القُدس به بپتسمه ورکوى.