John 10:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ ټول چې زما نه مخکښې راغلى وُو غلۀ او ډاکوان وُو، خو ګډو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ټول نور چې زما نه مخکې راغلي وو، غله او داړه ماران وو او پسونو د هغوی اواز ته غوږ نه دی نیولی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څوک چه زما نه مخکښے راغلى وُو، ګډو هغوئ ته غوږ نۀ دے ايښے ځکه چه هغوئ ټول غلۀ ډاکوان وُو.