John 11:31 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کوم خلک چې مریم ته د تسلۍ ورکولو دپاره راغلي وو او د هغې په کور کې وو، نو کله یې چې ولیدل چې هغه په بیړه له کوره وځي نو هغې پسې روان شول. هغوی فکر کاوه چې هغه قبر ته روانه ده چې هلته وژاړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کُوم يهوديان چه دَ مريم سره غم رازئ له راغلى وُو کله چه هغوئ هغه له کوره په روانيدو وليده نو په هغے پسے روان شول ځکه چه هغوئ دا ګڼل چه هغه قبر له روانه ده چه پرے وژاړى.