John 12:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو کوم خلق چې د هغۀ سره وُو کله چې عيسىٰ لعزر ته د قبر نه د راوتلو آواز وکړو او د مړو نه يې بيا ژوندے کړو، نو هغوئ د هغې ګواهى جارى ساتله.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی ایلعازر ته غږ وکړ او هغه یې راژوندی کړ او د قبر څخه یې راوویست، نو زیات شمېر خلک هلته موجود وو. هغوی چې څه لیدلي او اورېدلي وو د هغې په هکله یې نورو خلکو ته شاهدي ورکوله.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو کُوم خلق چه په هغه ځائے کښے موجُود وُو کله چه عيسىٰ لعزر له قبر نه راوبللو اَؤ له مړو نه ئے بيا ژوندے کړو، نو هغوئ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے ګواهى وکړله.