John 12:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لویږي او له منځه لاړه نه شي، نو هغه به هماغه یوه دانه پاتې شي. خو که چېرې هغه له منځه لاړه شي نو ډېرې غلې دانې به راوړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه دَ غنمو يوه دانه تر هغے يکه يوه دانه وى تر څو چه هغه په خاؤرو کښے پرے نۀ وزى اَؤ خاؤرے نۀ شى، خو که هغه خاورے شى نو دَ هغے نه ډيرے دانے راوټُوکيږى.