John 12:26 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که څوک غواړي چې زما خدمت وکړي، نو هغه دې ما پسې راځي او چېرته چې زه یم نو زما خدمتګار به هم هلته وي. څوک چې زما خدمت کوي نو زما پلار به هغه سرلوړی کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که څوک زما خدمت کوى هغه دِ ماپسے راځى اَؤ چرته چه زَۀ يم هلته به زما خادم هم وى. هر څوک چه زما خدمت کوى هغۀ ته به زما پلار عزت ورکړى.