John 12:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه دا خبره د دې دپاره ونه کړه چې ګنې د هغه سره د غریبانو غم ؤ، بلکې په دې خاطر چې هغه خپله غل ؤ او څرنګه چې هغه د پیسو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود، نو اکثره وخت به یې یو څه پیسې د خپل ځان دپاره پټولې
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دا خبره په دے ونۀ کړه چه ګنى هغه دَ خوارانو غم خور وو خو ځکه چه هغه په خپله غل وو. هغۀ به هغه پيسے پټولے کُومے چه په کڅوړه کښے جمع کيدے اَؤ دَ هغۀ په حوالے وے.