John 13:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی ځواب ورکړ: «دا هغه سړی دی چې زه لږه ډوډۍ په کاسه کې لمدوم او ورته یې ورکوم.» نو هغه لږه ډوډۍ په کاسه کې لمده کړه او د شمعون اسخریوتي زوی یهودا ته یې ورکړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه سړے دے چه زَۀ ورته دَ ډوډئ دا ټکړه لمده کړم اَؤ ورله ئے ورکړم.“ بيا هغۀ هغه لمده کړه اَؤ دَ شمعُون اسکريوتى زوئے يهوداه ته ئے ورکړه.