John 13:33 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زما بچیانو! زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم. بیا به ما پسې ګرځئ او پیدا کولای به مې نه شئ او لکه څنګه چې مې یهودي مشرانو ته وویل، اوس یې تاسو ته هم وایم، زه چې چېرته ځم هلته تاسو نه شئ تللی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما بچو! زَۀ به دَ لږ وخت دَ پاره تاسو سره يم بيا به تاسو ما لټوئ، اَؤ لکه چه ما يهوديانو ته ووئيل، دغسے تاسو ته اوس وايم، چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.