John 14:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، هغه به یې هم وکړي او له دې نه به هم لوی لوی کارونه وکړي، ځکه چې زه خپل پلار ته ورځم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هم هغه څۀ کوى لکه چه ئے زَۀ کوم، اَؤ هغه به لا دَ دے نه هم زيات کارُونه کوى ځکه چه زَۀ پلار له روان يم.