John 14:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي منلی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه ستاسو سره اوسي او په تاسو کې به وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه به دَ حق رُوح وى، دُنيا هغه نۀ شى قبلولے ځکه چه دُنيا نۀ خو هغه وينى اَؤ نۀ ئے پيژنى خو تاسو ئے پيژنئ ځکه چه هغه تاسو سره اوسى اَؤ په تاسو کښے وى.