John 14:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هرڅوک چې زما حکمونه مني او عمل ورباندې کوي نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي نو زما پلار به ورسره مینه وکړي، او زه به هم د هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هر چا سره چه زما حُکمُونه دى اَؤ په هغو عمل کوى نو دا هغه دى چه ما سره مينه کوى. هر څوک چه ماسره مينه کوى زما پلار به ور سره مينه وکړى اَؤ زَۀ به دَ هغۀ سره مينه وکړم اَؤ خپل ځان به ورته څرګند کړم.