John 14:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی په ځواب کې وویل: «هرڅوک چې زما سره مینه کوي نو هغه به زما په تعلیم باندې عمل کوي. زما پلار به د هغه سره مینه کوي او زه او پلار به هغه ته ورځو او د هغه سره به اوسېږو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”هغه څوک چه زما سره مينه کوى، هغه به زما په کلام عمل کوى اَؤ بيا به زما پلار هم دَ هغۀ سره مينه کوى، اَؤ پلار اَؤ زَۀ به هغۀ له ځُو چه دَ هغۀ سره اوسُو.