John 14:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې زه لاړم او تاسو دپاره مې ځای تیار کړ، نو بېرته راځم او تاسو د ځان سره وړم، ترڅو په کوم ځای کې چې زه یم هلته به تاسو هم یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائے تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم، ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ.