John 15:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې تاسو د دې نړۍ وای نو تاسو به د دې نړۍ د خلکو سره مینه کولی، خو څرنګه چې تاسو د دې نړۍ نه یئ او تاسو مې د دې نړۍ نه غوره کړي یئ نو له همدې امله نړۍ ستاسو نه کرکه کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے تاسو دَ دُنيا وَئے نو دُنيا دَ خپلو سره غزيزولى کوى، خو کله چه تاسو دَ دُنيا نۀ يئ ځکه چه ما تاسو دَ دُنيا نه غوره کړى يئ نو دغه سبب دے چه دَ دُنيا تاسو بدى شئ.