John 15:26 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کله چې ستاسو مرسته کوونکی چې زه به یې د پلار له خوا نه تاسو ته درلېږم، راشي یعنې د حقیقت روح چې د خدای له خوا راځي، هغه به زما په هکله شاهدي ورکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو چه مددګار راشى کُوم چه به زَۀ تاسو ته دَ پلار نه راستوم، يعنے دَ حقيقت رُوح چه دَ پلار نه راوزى، هغه به زما په باب کښے ګواهى ورکوى.