John 15:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په ما کې پاتې شئ لکه څنګه چې زه په تاسو کې پاتې کېږم. لکه څنګه چې یوه څانګه په خپله مېوه نه شي نیولی ترڅو هغه په تاک کې پاتې نه وي، تاسو هم مېوه نه شئ نیولی ترڅو چې په ما کې پاتې نه شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په ما کښے اوسئ لکه زَۀ چه په تاسو کښے اوسم. يوه څانګه هم دَ خپله ځانه ميوه نۀ شى نيولے، تر څو چه هغه دَ انګُور دَ بُوټى سره پاتے نۀ وى. تاسو هم تر هغے ميوه نۀ شئ نيولے تر څو چه تاسو په ما کښے نۀ اوسئ.