John 16:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کله چې د حقیقت روح راشي نو تاسو ته به د حقیقت طرف ته بوځي. هغه به له خپله ځانه خبرې نه کوي بلکې څه چې هغه اوري هغه به وایي او په راتلونکي کې چې کوم څه کیږي تاسو به ورباندې خبر کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو کله چه دَ حقيقت رُوح راشى نو هغه به تاسو ته دا ټول حقيقت وښائى ځکه چه هغه به دَ خپله ځانه هيڅ نۀ وائى، خو هغه څۀ به وائى کُوم چه هغه آؤرى اَؤ هغه به تاسو په راتلُونکى واقعاتو خبر کړى.