John 16:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځینو شاګردانو یو بل ته سره وویل: «د دې خبرې نه د هغه مقصد څه دی چې وایي: ‹د لږ وخت دپاره به تاسو ما ونه وینئ، خو لږه موده وروسته به مې ووینئ› او ‹دا ځکه چې زه پلار ته ورځم؟›»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغۀ ځنو مُريدانو يو بل ته ووئيل، ”دَ هغۀ دَ دے نه څۀ مطلب دے چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ تاسو به بيا ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ اَؤ په دے چه زَۀ خپل پلار له روان يم؟“