John 16:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی پوه شو چې هغوی غواړي په دې هکله ترې پوښتنه وکړي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې خاطر د یو بل نه پوښتنه کوئ چې زما د دې خبرې نه مقصد څه دی چې تاسو به د لږ وخت دپاره نور ما ونه وینئ، خو لږه موده وروسته به بیا ما ووینئ؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ په دے پوهه شو چه هغوئ له ما نه دَ تپوسُونو په طلب دى اَؤ وئے وئيل، ”آيا تاسو په دے بحث کوئ څۀ چه ما ووئيل چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا به تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟