John 16:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوه ښځه د ماشوم د زېږولو په وخت کې ډېر دردونه زغمي، خو کله چې ماشوم پیدا شي، نو هغه خپل دردونه هېروي، ځکه چې هغه خوشحاله وي چې یو انسان یې نړۍ ته راوړی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ زيږيدو دَ دړدُونو په وخت خو په ښځه تکليف وى ځکه چه دَ بچى دَ پيدا کيدو وخت راغلے وى، خو کله چه بچے پيدا شى نو دَ هغے سختے په خوشحالئ بدلے شى ځکه چه يو اِنسان په دُنيا کښے وزيږيدو.