John 16:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه تاسو ته حقیقت وایم چې زما تګ ستاسو دپاره ښه دی، ځکه که زه لاړ نه شم نو تاسو ته به مرسته کوونکی رانه شي. خو که زه لاړ شم، نو هغه به تاسو ته درولېږم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو بيا هم زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ستاسو دَ بهترئ دَ پاره ده چه زَۀ ستاسو نه جُدا کيږم. که چرے زَۀ ستاسو نه لاړ نۀ شم نو مددګار به رانۀ شى اَؤ که چرے زَۀ لاړ شم نو هغه به زَۀ تاسو ته راواستُوم.