John 17:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ترڅو چې زۀ د هغوئ سره وم ما ستا په نوم د هغوئ حفاظت وکړو کوم چې تا ما له راکړے وو. ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو، نو چې د صحيفې ليک پوره شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وخت چې زه د هغوی سره وم هغوی مې په هغه نوم چې تا راته راکړی ؤ وساتل او د هغوی نه یو هم هلاک نه شو، پرته له یو نه چې باید هلاک شي، ترڅو د خدای د کلام وینا رښتیا شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه زَۀ دَ دوئ سره وم نو ستا په نوم مے دَ هغوئ حفاظت کړے دے چه تا ما ته راکړى وُو اَؤ په هغوئ کښے يو هم دوزخ ته تلے نۀ دے بے له يو نه چه دوزخى دے ځکه چه دَ مُقدس کتاب ليک پُوره شى.