John 17:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه دعا کوم چې هغوی دې سره یو وي. ای پلاره، لکه څنګه چې ته په ما کې یې نو پرېږده چې هغوی دې هم په مونږ کې وي، ترڅو د نړۍ خلک په دې باندې ایمان ولري چې زه تا رالېږلی یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تۀ دوئ ټول يو کړه. لکه چه تۀ پلاره په ما کښے يئے اَؤ زَۀ په تا کښے يم دغه شان دِ دوئ هم په مُونږ کښے يو وى چه دُنيا دا ايمان ولرى چه زَۀ تا را استولے يم.